نویدالله فطرت، د طالبانو حکومت مشهور منتقد او ښوونکی، د سنبلې پر څلورمه، چهارشنبه، سهار د هرات ښار د سینما چوک سره نږدې د طالبانو ځواکونو لخوا ونیول شو.

څو ورځې مخکې فطرت د فیسبوک پر مخ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې طالبان تورن کړل چې «د قومي موخو پر مخ یې دیني نقاب اچولی» او غوښتنه یې وکړه چې دین له سیاست جلا کړي. هغه ویډیو پای ته د دې خبرو سره ورساوه: «شاید دا زما وروستۍ ویډیو وي، خو مرګ مخکې به حقیقت ووایم.»

سرچینو وویل چې طالبانو د فطرت سربیره یوه کورنۍ هم د هغه د کوربه توب له امله ونیوله. د طالبانو چارواکو تر اوسه د دغه نیونې د لاملونو پر اړه څه نه دي ویلي.

#نویدالله\_فطرت #هرات #طالبان #بشري\_حقوق #د\_بیان\_ازادي

Author