متا د امریکا له لسګونو ایالتونو سره د دې تور پر سر چې اینستاګرام او فیسبوک د ماشومانو لپاره روږدي کوونکي دي، د ۱۸ میلیارد ډالرو تړون وکړ. دا تړون د کالیفورنیا د اوکلینډ فدرالي محکمه کې د مهمې محاکمې د دویمې اونۍ پر مهال ترلاسه شو.
د دې تړون له مخې چې ۴۸ ایالتونه پکې برخه لري، متا باید د ماشومانو او ځوانانو کاروونکو لپاره نوې ساتنیزې تدابیر پلي کړي. انتظار و چې مارک زاکربرګ به هم پدې محاکمه کې شاهدي ورکوي.
نیو میکسیکو دې تړون سره یو ځای نشو، ځکه چې دمخه یې یوه جلا قضیه کې متا د ۹۴۰ میلیون ډالرو زیاتو ادا کولو ته محکوم کړی و. فلوریډا هم ووې چې د تړون شرطونه د متا پر وړاندې کافي سخت ندي.
#متا #اینستاګرام #فیسبوک #د\_ماشومانو\_ساتنه