یونیسف خبرداری ورکړی چې سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا درې عشاریه اووه میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. نږدې یو میلیون دا ماشومان به په خورا شدیده خوارځواکۍ اخته وي.
دا بحران په داسې حال کې رامنځته کیږي چې افغانستان د خوارځواکۍ د اوج فصل ته نږدې کیږي. د بودیجې کمښت او د درملنې د سلګونو مرکزونو تړل کېدو، مرستندویه بنسټونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
د خوړو نه خوندیتوب، د ناروغیو خپرېدل او د کډوالو پراخ راستنېدل د دې وضعیت اصلي لاملونه ګڼل کیږي. بنسټونه ټینګار کوي چې د مرستو له زیاتوالي پرته به په راتلونکو میاشتو کې د ناروغانو شمېر په چټکۍ سره لوړ شي.
#افغانستان #یونیسف #خوارځواکي
🌐