ذبیح الله مجاهد د طالبانو وياند وويل چې په تيره قمري کال کې ۳۱ زره ۴۹۸ غريبان له ښارونو راټول شوي دي. هغه د ۱۱ سنبلې په يوه خبري غونډه کې د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو اداره د هبت الله آخندزاده په امر د غريبۍ د مخنيوي لپاره يوه کميسيون جوړه کړې چې غريبان پېژني نيسي او پوښتنې ترې کوي. نړيوال راپورونه ښيي چې د طالبانو له راتګ وروسته غربت او لوږه په هېواد کې ډېره شوې ده.
د نړيوال خوراکي پروګرام ويلي چې له ۱۷ ميليونو څخه زيات افغانان د ژمي له رارسېدو مخکې له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۲۳ ميليون تنه بشري مرستو ته اړتيا لري. کارپوهان وايي د دندو نشتوالی خلک غريبۍ ته اړ کړي دي.
#انساني\_حقونه #په\_افغانستان\_کې\_غربت #بشري\_مرستې 🌍