په فراه کې د طالبانو سیمه ییز چارواکو ویلي چې د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې راټول شوي له ۱۰ ټنه ډېر مخدره مواد یې وسوځول.
د طالبانو د پولیسو ویاند وویل چې دا مواد ۳۴ بېلابېل ډولونه لري او په جلا عملیاتو کې له مرکز او ولسوالیو څخه ترلاسه شوي دي.
ذبیح الله مجاهد هم ادعا وکړه چې تېر کال له ۴۶ زره ډېر عملیات ترسره شوي او ۲۱ زره هکتاره ځمکه د مخدره توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.
#مخدره\_مواد #فراه #طالبان