د ختیځ افغانستان روغتیايي سرچینې وايي چې په نورستان کې هیڅ ښځینه متخصص ډاکټره شتون نلري او په ننګرهار کې هم د ښځو متخصصینو شمیر ډیر کم دی.
د سرچینو په وینا د ښځو متخصصینو د نشتوالي له امله قابله
ګانې او ښځینه روغتیايي کارکوونکې مجبورې دي چې عملیات او زیږونونه ترسره کړي. ډیرې ښځینه متخصصې له ننګرهار څخه کابل یا بهر ته تللې دي.
دا ستونزه په سویلي ولایتونو لکه هلمند، زابل او ارزګان کې هم شته او په کندهار کې یوازې درې ښځینه متخصصې فعالیت کوي.
#د\_ښځو\_متخصصینو\_کمښت #بشري\_حقونه #عامه\_روغتیا 🌍