د افغانستان د ژورنالستانو مرکز راپور ورکړی چې د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو په کابل کې د راه فردا راډیو او ټلویزیون دفتر تړلی او د هغې خاوند یې نیولی دی.
دا اقدام د همدې ودانۍ په بله برخه کې د یوه محلي متنفذ دفتر د تړلو سره یوځای ترسره شوی دی. د ژورنالستانو مرکز دا اقدام د رسنیو د آزادۍ د حق سرغړونه بللې او په کلکه یې غندلی دی.
طالبانو مخکې هم تېر کال د دې رسنۍ نشرات درولي وو.
#د\_رسنیو\_آزادي #د\_انسان\_حقونه #کابل 🌍