د طالبانو حکومت چارواکي وايي چې په تېره یوه اونۍ کې له پاکستان څخه تر اتلس زرو ډېر افغان کډوال په زوره او خپله خوښه ایستل شوي دي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې په دې موده کې له ایران څخه هم سلګونه نور کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې په زوره ایستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم تایید کړې چې په وروستیو میاشتو کې سلګونه زره افغانان، چې ډېری یې کورنۍ او ماشومان دي، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.

#افغان\_کډوال #پاکستان #ایران

🌐

Author