د بشري حقونو څارونکې ادارې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو سره تعامل د بشري حقونو له روښانه معیارونو پرته عادي نه کړي.

دا اداره د طالبانو پنځه کلنه پالیسي د ښځو او نجونو له بنسټیزو حقونو څخه د سیسټماتیک محرومیت لامل ګڼي.

دغه اداره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت غځولو او خپلواک ځواب ویونکي میکانیزم جوړولو ټینګار کړی. #بشري\_حقونه #افغانستان #ملګري\_ملتونه 🌍

Author