په کنر ولایت د دانګام ولسوالۍ کې د تېرې میاشتې سېلابونو د ۱۷ کلیو لارې او پلونه ویجاړ کړي او اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

خلک وایي چې پلونه او سړکونه ویجاړ شوي او ډاکتران او ناروغان د سیند دواړو غاړو ته گیر پاتې دي. د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

خلک د لرګیو له لارې موقتی پلونه جوړوي خو دا پلونه تل کار نه کوي. #سېلاب #کنر #دانګام 🌍

Author