د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې کاناډا د افغانستان له بشري صندوق سره ۱.۳ میلیونه کاناډايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا د کاناډا له حکومت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرستې له اړو کسانو سره د مرستې په برخه کې مرستندویه ادارو ته اسانتیا برابروي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، سږکال په افغانستان کې څه باندې ۲۱ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودیجې د کمښت له امله يوازې لږه برخه مرستې ترلاسه شوې دي.
#کاناډا #اوچا #افغانستان #بشري_مرستې
🌐