يوه روسي بې پیلوټه الوتکې د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې هغه اورګاډی په نښه کړ چې لږ مخکې د برتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن او نورو لوړپوړو چارواکو په کې سفر کړی و.
په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو بوریس جانسن د هوايي دفاعي سیسټمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
اوکرایني چارواکو وویل چې د ډیپلوماټیکو پلاوو د لیږد رالیږد په لاره کې دغه برید د پام وړ امنیتي اندیښنې راپارولې دي.
#روسیه #اوکراین #اروپا