د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې د اسد د ۲۱مې د چهارشنبې شپه یې د قندوز کې د طالبانو پر قول اردو راکټي برید وکړ. دې جبهې وویل چې برید شاوخوا د شپې ۸:۳۰ بجو ترسره شو او «بریالی» و.
د ملي مقاومت جبهې د کارول شویو راکټونو ډول او د برید د زیان اندازې د نورو توضیحاتو ورکولو نه ډډه وکړه. دغه جبهې وویل چې د طالبانو د تلفاتو معلومات به وروسته خپاره شي.
طالبانو تر اوسه پورې پدې ادعا باندې هیڅ تبصره نه ده کړې. د قندوز ځایي سرچینو د چهارشنبې شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی د چاودنې غږ اوریدلی دی.
#قندوز #د\_ملي\_مقاومت\_جبهه #راکټي\_برید #طالبان #افغانستان