د حال‌وش بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۷ افغان مهاجرین، چې ښځې، ماشومان او نارینه په‌کې شامل دي، د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

دا پیښه د مک‌سوخته په سیمه کې شوې او د قربانیانو مړي د ښخولو د مراسمو لپاره د خاش شفاخانه ته انتقال شوي دي.

په مړو شویو کسانو کې د بغلان ولایت د یوې کورنۍ غړي او څو تنه ماشومان شامل دي چې په لاره کې له سختو ستونزو سره مخ شوي وو.
#مهاجرین #افغانان #ایران #بشري_حقونه

Author