د ایران په زاهدان ښار کې یو اهل سنت روحانی او د جومات امام یوسف ګرګیج د دوشنبې په ماښام د نامعلومو وسلوالو لخوا د خپل کور په نږدې سیمه کې ووژل شو.

د زاهدان والي د دې خبر په تایید سره وویل چې د ترور انګیزه او عاملین لا تر اوسه نه دي معلوم شوي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

په تیرو کلونو کې په دغه ولایت کې ورته پیښې شوې دي چې امنیتي چارواکو د هغو د لاملونو په اړه مختلفې مسلې یادې کړي دي.
#ایران #زاهدان #اهل_سنت #بشري_حقونه

Author