د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په کابل کې د عبدالرب رسول سیاف په نوم د دعوت خصوصي پوهنتون ته امر کړی چې خپل فعالیتونه ودروي او ودانۍ تخلیه کړي. سرچینې وايي چې دا پریکړه سیاسی انگیزه لري ځکه سیاف د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړې وې.

دغه پوهنتون تر اوسه زیات فارغان لرل او زرګونه محصلین په کې په زده کړو بوخت وو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په نورو تحصیلي بنسټونو هم سخت بندیزونه لګولي دي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د پوهنتون مسؤلینو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو د پوهنتونونو تړل کیدل اندیښنې راپارولې دي.
#افغانستان #حقوق_بشر #پوهنتون

Author