سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې یو افغان وګړی چې د اسټرالیا تابعیت یې هم درلود، د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې وژل شوی دی. محمد علي عطایي له څو کلونو وروسته په دې باور خپل پلرني ټاټوبي ته تللی و چې هیواد اوس خوندي دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، هغه د ناپیژاندو وسله والو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی او تر اوسه د دې پیښې اصلي لامل نه دی روښانه. د طالبانو د حکومت چارواکو هم تر اوسه د دې ځوان د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې په هیواد کې د مرموزو وژنو پیښې زیاتې شوې دي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. یاد وزارت امنیتي وضعیت ډیر خطرناک بللی و او د ترهګرۍ د ګواښونو یادونه یې کړې وه.

🌐 #سیمه\_ییزې\_پیښې #غزنی #افغانستان #امنیت

Author