د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له قضايي فشارونو وروسته اتو افغان طب محصلینو ته چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې، یو کلن ویزې ورکړې.

دغه محصلین مخکې د ویزې د اعتبار د پای ته رسېدو له امله له پاکستانه شړل شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې قانوني اسناد لرونکي محصلین کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
#پاکستان #کډوال #محصلین

Author