د روغتیا نړیوال سازمان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې سره په ورته وخت کې په افغانستان کې د روږدو ناروغانو د درملنې او بیارغونې لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی. دې بنسټ ویلي چې د نشه یي توکو کارول لا هم په دې هېواد کې یوه لویه روغتیایي او ټولنیزه ننګونه ده.
په افغانستان کې د دې سازمان استازي وویل چې په مخنیوي او په روغتونونو کې د خدماتو په پراخولو سره کولی شو له دې کسانو سره مرسته وکړو ترڅو روغ شي. اوس مهال دا سازمان د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې له څو مرکزونو او ګرځنده ټیمونو څخه ملاتړ کوي.
د طالبانو حکومت لخوا د کوکنارو د کښت پر منع کولو سربېره افغانستان لا هم د نشه یي توکو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی. دې بنسټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې ولایتونو کې د درملنې خدماتو د پراختیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
🌐
#نشه\_يي\_توکي #افغانستان #روغتیا