صالح محمد ریګستانی پخوانی پارلماني استازی د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د نظامي ستاد د عمومي عملیاتي قوماندان په توګه وټاکل شو. احمد مسعود د هغه د ټاکلو حکم صادر کړی او له ټولو غړو یې غوښتي چې ورسره همکاري وکړي.brbrښاغلي ریګستانی چې د سیاسی بدلونونو وروسته یې هیواد پریښی و، په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې هندوکش غرونو ته بیرته ستون شوی دی. هغه وسله وال مقاومت د هیواد د آزادولو لپاره یوه اغیزناکه لاره ګڼي.brbrد ملي مقاومت جبهه د طالبانو د حکومت پر ضد په ځینو سیمو کې نظامي فعالیتونه ترسره کوي او هڅه کوي چې خپل صفونه پیاوړي کړي.br#د_مقاومت_جبهه #صالح_محمد_ریګستانی #احمد_مسعود #هندوکش

Author