د افغانستان پیژندل شوې بایسکل ځغلوونکې فریبا هاشمی په جاپان کې د ناګویا په ښار کې د آسیایی لوبو په ترڅ کې دویم مقام خپل کړ او د سپین زرو مډال یې وګاټه. دا په دې سیالیو کې د بایسکل ځغلونې په برخه کې د افغانستان لومړی مډال دی.brbrهغې د مسابقې لاره په دوو ساعتونو، پنځوسو دقیقو او پنځو ثانیو کې طی کړه او د چینایي استازي نه وروسته په دویم مقام کې ودرېده. په دې سیالیو کې نورو افغان ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه.brbrد آسیایی لوبو شلم پړاو په جاپان کې روان دی او افغان ښځینه او نارینه ورزشکاران پدې سیالیو کې برخه لري.br#ورزش #فریبا_هاشمی #بایسکل_ځغلوونه #آسیایی_لوبې

Author