د بلوچستان په نوشکي ولسوالۍ کې د پولیو واکسین پر ټیم د وسله والو په بررید کې دوه ساتونکي پولیس وژل شول. دا بررید د سراسرۍ واکسیناسیون کمپاین له پیل یوه ورځ وروسته وشو.سیمه ایزو چارواکو وویل چې روغتیایی کارکونکو ته زیان نه دی رسیدلی. تر اوسه کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.پاکستان او افغانستان لا هم هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې له منځه نه دی تللی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا پېښه په کلکه وغندله.#پولیو #پاکستان #امنیت
په پاکستان کې د پولیو پر واکسین د بريد پر مهال دوه پولیس وژل شول