د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یو تخنیکي پلاوی په ازبکستان کې د دغه هېواد د کانونو له وزیر سره ولیدل. دواړو لوریو د جوزجان د طوطی میدان د ګازو بلاک د تړون او ستونزو په اړه بحث وکړ.په دې لیدنه کې د پروژې وضعیت، تخنیکي او مالي ستونزې وڅیړل شوې. ازبک چارواکو د څارنې او مالي تمویل په برخه کې د همکارۍ چمتووالی وښود.د طوطی میدان د ګازو د استخراج پروژه له ننګونو سره مخ شوې وه. د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د سیمه ایزې همکارۍ له لارې دا پروژه چټکه کړي.#طوطی_میدان #د_کانونو_وزارت #ازبکستان

Author