په تخار کې د طالبانو امنیتی قوماندانۍ تایید کړه چې د دغه ولایت په کلفگان ولسوالۍ کې د یوې باروړونکې موټر د چپه کېدو له امله اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.دا پېښه تېره شپه د گزستان په سیمه کې شوې او ټپیان ژر تر ژره شفاخانه ته لېږدول شوي دي.د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ورته مرګونیو پېښو لوی لاملونه بلل کېږي.#تخار #ترافیکي_پېښه #کلفگان #پېښې
په تخار کې د ترافیکي پېښې له امله اته کسان وژل شول