پراخ بنسټه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات ولایت کې د وروستیو پیښو او د معترضو ښځو د نیول کیدو د خپلواکې او بې طرفه څیړنې غوښتنه کړې ده.
دې بنسټ اندیښنه ښودلې چې د ښځو د نیولو پر مهال قانوني روڼتیا نه ده مراعات شوې او د طالبانو د حکومت ځواکونو له وسلو کار اخیستی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل باید د بشري حقونو رعایت او د نیول شویو کسانو سمدستي خوشې کیدو پورې تړلی وي.
#بشري\_حقونه #هرات #افغانستان #ښځې
🌐