د افغانستان د متحدې جبهې مشر سميع سادات د دغې جبهې یو قوماندان عبدالبصیر اڅکزي ته د برید جنرالۍ رتبه ورکړه. دا پرېکړه د طالبانو حکومت په وړاندې د نوموړي د خدمتونو او مبارزې په پار شوې ده.سادات په اېکس ټولنیزه شبکه کې ټینګار وکړ چې د اڅکزي کورنۍ د آزادۍ په لاره کې لویې قربانۍ ورکړې دي او پنځه وروڼه یې د هېواد په دفاع کې وژل شوي دي. متحدې جبهې مخکې د خپلو پوځي فعالیتونو د پیل خبر ورکړی و.دې سیاسي او پوځي جریان هغو ځواکونو ته چې د طالبانو له حکومت سره همکاري کوي خبرداری ورکړی چې خپل صفونه پرېږدي.#متحده_جبهه #سمیع_سادات #بشري_حقوق #افغانستان

Author