د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې رباب فاطمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال ویکرام میسري سره وکتل او خبرې یې وکړې.په دې لیدنه کې د هند چارواکي د افغانانو پر بشري اړتیاو د نړیوالې ټولنې پر دوامداره تمرکز او د یوناما پر رول ټینګار وکړ. رباب فاطمه هم د هند له همکاریو مننه وکړه.ټاکل شوې ده چې دا لوړ پوړې ډیپلومات د یوناما د نوې مشرې په توګه په کابل کې خپل کار په رسمي توګه پیل کړي.🌐 #ملګري_ملتونه #هند #افغانستان
د ملګرو ملتونو نوې استازې د هند د بهرنیو چارو له مرستیال سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې