د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو حکومت د څلورو جګپوړو چارواکو معلومات تازه کړي دي. په دې نوملړ کې د وزیرانو شورا رییس محمد حسن اخند، اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایت الله بدري شامل دي.
په دې تازه معلوماتو کې د دې چارواکو مستعار نومونه هم اضافه شوي چې د دوی د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې کارول. په دې بندیزونو کې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د وسلو بندیز شامل دي چې د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ لګول شوي دي.
د بندیزونو نوملړ په منظمه توګه د غړو هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ تازه کېږي. تېره میاشت هم د طالبانو حکومت د ۲۲ نورو چارواکو معلومات وڅېړل شول او نوي شول. په زړه پورې خبره دا ده چې د طالبانو حکومت د مشر نوم په دې نوملړ کې نه لیدل کېږي.
#ملګري\_ملتونه #طالبانو\_حکومت #افغانستان
🌐