د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په نورستان ولایت کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې د دغه هیواد پوځي لاسوهنه په کلکه رد کړه.دغه وزارت د طالبانو ادعاګانې بې بنسټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د دې تورونو د ثبوت لپاره هیڅ اسناد شتون نلري.له بل لخوا، طالب چارواکو مخکې ادعا کړې وه چې وسله وال کسان د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې افغانستان ته داخل شوي دي.#پاکستان #نورستان #ډیورنډ #سیمه ییز_امنیت

Author