د برتانیې د پاچا ورور، شهزاده انډریو، په خپله ۶۶مه کلیزه کې د پولیسو لخوا ونیول شو چې په شاهي کورنۍ کې لویه رسوايي ګڼل کیږي. پر نوموړي تور دی چې د خپل ماموریت پر مهال یې د هېواد سوداګریز رازونه بدنام امریکايي پانګوال جفري اپسټین ته سپارلي وو.
دا په نوي تاریخ کې لومړی ځل دی چې د شاهي کورنۍ یو دومره لوړپوړی غړی بندیانیږي. د پاچا چارلز غبرګون هم ډېر جدي و او ویلي یې دي چې قانون باید پر هر چا یو شان پلی شي، که هغه شاهزاده هم وي.
د اپسټین د دوسیې جنجالونه اوس له امریکا څخه لندن ته رارسېدلي او لوی سیاسي طوفان یې جوړ کړی دی. تر دې وړاندې د برتانیې لوړپوړي دیپلوماتان هم د همدې اړیکو له کبله له دندو ګوښه شوي وو، خو د شاهزاده نیول کېدل یوه بې سارې پېښه ده.