د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، له اسلام اباد سره د تعامل پر څرنګوالي د طالبانو د مخالفینو ترمنځ اختلافات نور هم ښکاره شوي دي. د دغو ډلو یوه ډله له پاکستان سره همکاري د اوسني وضعیت د بدلون لپاره اړینه ګڼي، په داسې حال کې چې بله ډله یې د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره یو ګواښ بولي.
دا وېش وروسته له هغې روښانه شو چې د طالبانو ځینو مخالفینو د دغې ډلې په وړاندې د اسلام اباد د سیاست له بدلون هرکلی وکړ او ویې ویل چې له پاکستان سره "ازلي او ابدي دښمني" نه لري. خو د مخالفینو یوه بله ډله د پاکستان کړنلارې ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دي چې د اسلام اباد اصلي موخه لا هم د افغانستان بې ثباته ساتل او د یوې بلې کورنۍ جګړې لپاره زمینه برابرول دي.
د پخواني حکومت د اجراییه رییس ویاند، مجیب الرحمن رحیمي، افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې د طالبانو ټول مخالف ځواکونه له پاکستان سره اړیکې لري. د هغه په وینا، اسلام اباد د وضعیت د بدلون پرېکړه کړې او د مخالفو ډلو لپاره یې د فعالیت او عملیاتو زمینه برابره کړې ده. هغه وویل: "موږ له پاکستان سره ابدي او ازلي دښمني نه لرو. پاکستانیانو خپلې تېرې تېروتنې منلې، اوس پر سمه لار روان دي او موږ د هغوی له اوسنیو سیاستونو ملاتړ کوو."
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د پاکستان په خاوره کې د مخالفو ډلو د دفترونو په پرانیستل کېدو سره به طالبان هغه مهال له جدي ننګونې سره مخ شي چې په پښتون مېشتو سیمو کې خوځښتونه پیل شي او نوي محاذونه پرانیستل شي.
برعکس، د چارو د ادارې پخواني رییس او د اشرف غني یوه مرستیال، فضل محمود فضلي، دا څرګندونې "خطرناکې او ناسمې" وبللې. هغه پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د اسلام اباد له اوسنۍ کړنلارې ملاتړ د پاکستان له "استعماري اهدافو" سره سمون لري او موخه یې د افغانستان بې ثباته ساتل دي، که هغه د طالبانو له خوا وي او که د هغوی د "ستراتیژیکو شریکانو" له لارې.
دا سیاسي شخړه په داسې حال کې اوج ته رسېدلې چې د کابل او اسلام اباد اړیکې خپل ټیټ ترین سطح ته رسېدلي دي. د سې شنبې په ورځ، د میزان په ۷مه، طالبانو په نورستان ولایت کې له مخالفینو سره د وسلو د مرستې او ملاتړ په اعتراض د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ، هغه تور چې اسلام اباد په کلکه رد کړی دی.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐