د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمېر غړو د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته د یوه لیک په استولو سره، د زرګونو افغان متحدینو او د هغوی د کورنیو وضعیت ته د بېړنۍ رسېدنې غوښتنه کړې، چې لا هم له هېواده بهر په بې برخلیک حالت کې دي. په لیک کې له امریکايي دولت څخه غوښتل شوي چې د دغو کسانو د بیا مېشتېدنې د قضیو لومړیتوب ورکړي.

دا لیک د کالیفورنیا د دیموکرات استازي سکاټ پیټرز په مشرۍ او د ولسي جرګې او سنا د ۱۹ نورو غړو په لاسلیک د سپټمبر په ۲۹مه (میزان ۷مه) استول شوی دی. لاسلیک کوونکو له دولت څخه غوښتي چې د امریکايي پوځیانو او پخوانیو سرتېرو هغه کورنۍ چې لا هم له هېواده بهر بندې پاتې دي، امریکا ته ولېږدوي.

په لیک کې ټینګار شوی چې د امریکايي پوځیانو او پخوانیو سرتېرو نږدې درې زره د کورنۍ غړي، چې مېرمنې، ماشومان او والدین پکې شامل دي، لا هم له هېواده بهر خپل برخلیک ته په تمه دي. له دې ډلې شاوخوا ۱۵۰ کسان په قطر کې د السیلیه په کمپ کې ژوند کوي.

د لیک له مخې، زرګونه نور افغان متحدین او د هغوی د کورنیو غړي هم چې د امریکا د حکومت لخوا څېړل شوي او په دولتي الوتکه کې قطر ته لېږدول شوي، په همدې کمپ کې دي. قانون جوړونکو لیکلي: "هیڅ سرتېری باید مجبور نه شي چې د خپل هېواد د خدمت او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو ترمنځ یو انتخاب وکړي."

دوی له اړوندو وزارتونو غوښتي چې د کورنیو د یوځای کېدو د قضیو بهیر ته، چې له السیلیه کمپ څخه پیلېږي، لومړیتوب ورکړي. همدارنګه، دغو استازو غوښتي چې دولت دې دا کسان د پناه غوښتونکو په توګه په رسمیت وپېژني ترڅو امریکا ته د ننوتلو لپاره استثنايي او موردي اجازو ته اړتیا ونه لري.

دا لیک په داسې حال کې استول کېږي چې د اسوشیټیډ پریس اژانس د راپور له مخې، واشنګټن پرېکړه کړې چې په قطر کې د السیلیه کمپ فعالیت، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ، د میزان په اتمه، وتړل شي، د نهو نورو میاشتو لپاره وغځوي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author