د افغانستان متحدې جبهې، چې د طالبانو یوه وسله
واله مخالفه ډله ده، ادعا کړې چې په کندهار ولایت کې یې د یوه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د پولیسو یو غړی وژلی دی. دې جبهې ویلي چې دا برید د جمعې په ورځ، د میزان په ۱۰مه، د ارغنداب ولسوالۍ په «سربند» سیمه کې ترسره شوی دی.
دې جبهې په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوې خبرپاڼې او ویډیو په خپرولو سره خپله ادعا مطرح کړې ده. خو په خپره شوې ویډیو کې د برید پېښېدل یا د وژل شوي کس جسد نه لیدل کېږي او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د افغانستان د متحدې جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دې جبهې پخوا هم د خپلو بریدونو ویډیوګانې خپرې کړې وې، چې په ځینو کې یې د طالبانو د غړو جسدونه لیدل کېدل.
د افغانستان د پخواني پوځ د یوه قومندان سمیع سادات په مشرۍ د متحدې جبهې ادعا کوي چې د طالبانو پر وړاندې یې پراخ پوځي فعالیتونه تنظیم کړي دي. د دې جبهې د ادعا له مخې، ځواکونو یې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې ۶۸ عملیات ترسره کړي دي.
دغه جبهه دا ادعا هم کوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې یې ۱۰۲ طالبان وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي. د دې جبهې ډېری ادعا شوي بریدونه د افغانستان په جنوبي ولایتونو، په ځانګړې توګه په کندهار او هلمند کې متمرکز دي.
د افغانستان متحدې جبهې د روان کال د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د "طالبانو او نورو ترهګرو ډلو" پر وړاندې خپل پوځي عملیات پیل کړي دي.
سرچینه: د افغانستان د متحدې جبهې اعلامیه
🌐