د داعش خراسان څانګې او د ملي مقاومت جبهې دواړو ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یې د طالبانو د حکومت پر یوه استخباراتي چارواکي برید کړی دی. داعش د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، اعلان وکړ چې د طالبانو یو استخباراتي چارواکی یې د یوه بمي موټرسایکل په وسیله په نښه کړی دی.
داعش په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې په دې برید کې د دغه طالب چارواکي یو ساتونکی وژل شوی او خپله هغه له یوه بل ساتونکي سره ټپي شوی دی. دې ډلې د دغه چارواکي د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې، د ملي مقاومت جبهې هم تر دې مخکې اعلان کړی و چې ځواکونو یې په یوه "هدفي عملیاتو" کې په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال وژلی دی. دې جبهې ادعا کړې چې د دوی په برید کې د دې استخباراتي چارواکي دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.
د ملي مقاومت جبهې د خبرپاڼې له مخې، دا عملیات د یکشنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د فیض اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ترسره شوي دي. دې جبهې هم د برید د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو دا متضادې ادعاوې د پېښې د تلفاتو او څرنګوالي دقیق ارزونه ستونزمنه کوي. د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دې برید او ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دا لومړی ځل نه دی چې داعش او د مقاومت جبهه په ورته وخت کې د یوه برید مسوولیت پر غاړه اخلي. دواړه ډلې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې فعالیت کوي او هره یوه هڅه کوي چې خپل نفوذ او عملیاتي وړتیا وښيي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې بدخشان یو له ناامنه ولایتونو څخه دی. په تېرو پنځو کلونو کې، یوازې د داعش خراسان څانګې په دې ولایت کې د طالبانو د څلورو چارواکو د وژلو مسوولیت منلی دی، چې په دې سیمه کې د طالبانو پر چارواکو د دې ډلې د تمرکز ښکارندويي کوي.
سرچینه: رسنۍ
🌐