د اوزبیکستان ګمرکي چارواکو اعلان کړی چې له افغانستانه دغه هېواد ته د څه باندې ۵۲ کیلوګرامه نشه يي توکو یوه لویه جوپه یې نیولې ده. دغه جوپه د اکټوبر په لومړۍ نېټه د سرخان دریا ولایت په «ایرتوم» سرحدي لار کې کشف او ضبط شوې ده.
د اوزبیکستان د ګمرکونو کمېټې د یوې اعلامیې له مخې، دا پېښه د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې رامنځته شوه. ګمرکي مامورینو پر یوه بار وړونکي موټر (لاری) شکمن شول چې له افغانستان څخه د اوزبیکستان خاورې ته ننوتلی و. دغه موټر، چې په ښکاره تش و، د ترمذ ولسوالۍ یوه ۳۴ کلن اوزبیک وګړي چلاوه.
د لومړنیو پلټنو په ترڅ کې، د نشه يي توکو د موندونکي سپي غبرګون د مامورینو شک نور هم زیات کړ او موټر یې د لا دقیقه پلټنو لپاره ځانګړې برخې ته ولېږه. د بشپړې پلټنې په پایله کې، مامورینو ۹۸ بستې نشه يي توکي وموندل چې په ډېر مهارت سره د موټر په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي وو.
قاچاق وړونکو د سکن او رنټګن ماشینونو د تېرویستلو لپاره، دا بستې په څلورو پوړونو پلاستیک، فویل (المونیمي پاڼې) او ټیپ کې نغښتې وې ترڅو یې پېژندل ستونزمن شي.
له لابراتواري معایناتو وروسته څرګنده شوه چې په دې جوپه کې ۷۹ بستې چرس چې ټولټال ۴۲ کیلو او ۳۳۵ ګرامه وزن یې درلود او ۱۹ بستې تریاک چې ۱۰ کیلو او ۲۶۰ ګرامه وزن یې درلود، شامل وو. د نیول شویو نشه يي توکو ټول وزن ۵۲ کیلو او ۵۹۵ ګرامه اعلان شوی دی.
اوزبیکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دا په دې سیمه کې د نشه يي توکو د کشف لومړۍ پېښه نه ده. د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې هم له افغانستانه د قاچاق شویو نشه يي توکو څو لویې جوپې نیولې دي. په دې کې د سرخان دریا په ولایت کې د شاوخوا ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکو د یوې جوپې نیول هم شامل دي.
افغانستان لا هم په نړۍ کې د نشه يي توکو یو له سترو تولیدونکو څخه ګڼل کېږي او د ګډو پولو له لارې یې قاچاق د اوزبیکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو لپاره یوه لویه امنیتي ننګونه ده.
سرچینه: د اوزبیکستان ګمرک
🌐