د ښځو حقونو فعالې اصیلا وردګ د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د پښتنو د استازیتوب حق نه لري. هغې له طالبانو غوښتي چې د پښتنو نوم ونه کاروي.

اغلي وردګ ویلي: «د پښتنو نوم مه اخلئ، نه تاسو پښتانه یاست او نه د پښتنو د استازیتوب حق لرئ.» نوموړې پر طالبانو نیوکه کړې چې د دوی دریځونه د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي او د دوی کړنې د اسلامي ارزښتونو استازیتوب نه کوي.

اصیلا وردګ د نجونو د زده کړو پر پنځه کلن بندیز په نیوکې سره پوښتنه کړې ده چې طالبان به «د دې ظلم او د میلیونونو نجونو د راتلونکي د تباه کولو په اړه» د الله تعالی په حضور کې څه ځواب ولري؟

دا نیوکې وروسته له هغې کیږي چې څو ورځې وړاندې شهاب الدین دلاور ویلي و چې د دوحې په تړون کې د «ښځې» کلمه شتون نه لري. دلاور، چې په دوحه کې یې د طالبانو د مشر د امر دفاع کړې وه، اوس داسې څرګندونې کوي چې له پنځو کلونو راهیسې یې نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.

د دلاور دې څرګندونو د ډېرو افغانانو غوسه راپارولې ده. یو شمېر افغانانو د طالبانو ټولې ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستې دي او هغوی یې په دروغجنو بللي، چې تل د خپلو ګټو لپاره له اسلام او خپلو کړو ژمنو څخه اوښتي دي.

منتقدین وایي چې د طالبانو دا ډول څرګندونې ښیي چې دوی د ښځو حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو تعلیم ته ژمن نه دي او هڅه کوي چې په بېلابېلو پلمو خپل محدودیتونه توجیه کړي.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author