یوه نوې ساینسي څیړنه ښيي چې د اقلیم بدلون او د ځمکې تودوخه کولی شي د ماشومانو په جنسیت اغیزه وکړي. د اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو په افریقا او هند کې د پنځه ملیون څخه د ډیرو ماشومانو د زیږون ریکارډونه څیړلي او موندلې یې ده کله چې د تودوخې درجه د ۲۰ سانتي ګراد څخه لوړه شي، د هلکانو زیږون کمیږي او د نجونو زیږون ډیریږي .
دا څیړنه ښيي چې د امیندوارۍ پر مهال د تودوخې له امله رامنځته شوی فشار، په ځانګړې توګه په لومړیو میاشتو کې، کولی شي د هلک د جنین د ژوندي پاتې کیدو چانس کم کړي . په هند کې دا اغیزه د امیندوارۍ په دویمه درې میاشتنۍ کې او په هغو میندو کې ډیره لیدل شوې چې عمر یې لوړ وي. دا موندنې ثابتوي چې چاپیریالي عوامل کولی شي د نفوس جنسیتي توازن بدل کړي.