د ایران ایلنا خبري اژانس راپور ورکړی چې دوه افغان کارګر د یکشنبې په ماښام، د میزان په ۱۹مه، د ایران په جنوب کې د فارس په ولایت کې د څاه کیندلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا غمجنه پېښه د کازرون ولسوالۍ په تل

ګوهک کلي کې رامنځته شوې او د مړینې لامل یې په څاه کې د زهرجنو ګازونو تنفس کول ښودل شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، لومړی یو کارګر د څاه په ۸۰ متره ژوروالي کې د زهرجنو ګازونو له خپرېدو وروسته بې هوښه شو. ورپسې د هغه همکار چې د هغه د ژغورلو لپاره څاه ته ورننوتلی و، هم د ګازو له امله ساه ورکړه. د دغو دوو کارګرانو د جسدونو را ایستلو هڅې یوه پېچلې او اوږده عملیات وو.

د اور وژنې او ژغورنې ځواکونو له ۱۵ ساعتونو هڅو وروسته وکولی شول چې د دواړو کارګرانو بې ژونده جسدونه له څاه څخه راوباسي. د دغو ځواکونو په وینا، عملیات له ډېرو ننګونو سره مخ وو، ځکه چې په څاه کې د زهرجنو ګازونو کچه لا هم لوړه وه او له دیوالونو څخه یې په دوامداره توګه اوبه بهېدې، چې د نړېدو خطر یې زیات کړی و.

دې پېښې یو ځل بیا په ایران کې د افغان کډوالو کارګرانو سختو او خطرناکو کاري شرایطو ته پام راواړاوه. بېلابېلې شمېرې ښیي چې په ایران کې د ۴.۵ او ۵ میلیونو ترمنځ افغان کډوال په قانوني یا غیرقانوني توګه ژوند کوي. د دغه نفوس لویه برخه د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره په سختو کارونو، لکه ساختماني کارونو او څاه کیندلو، بوخت دي.

د راپورونو له مخې، ډیری دغه کارګران د لومړنیو خوندیتوب او حفاظتي امکاناتو له شتون پرته کار کوي. د رسمي قراردادونو نشتوالی، بیمه او د کاري شرایطو ناسم څار، دوی د دا ډول پېښو په وړاندې ډېر زیانمنونکي کړي دي. د کډوالو د حقونو فعالانو تل د دې کارګرانو د کاري شرایطو د ښه کولو او د هغوی د ځاني امنیت د تامین غوښتنه کړې ده.

د دغو دوو افغان کارګرانو مړینې په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه راپارولي او کاروونکو د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ په ایران کې د کډوالو کارګرانو خوندیتوب ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده. دا پېښه په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د بې شمېره خطرونو یوه نمونه ده.

سرچینه: ایلنا خبري اژانس

🌐

Author