د خیبر پښتونخوا لپاره ټاکل شوي والي فیصل کریم کنډي ویلي، په دغه ایالت کې د سولې او امنیت ټینګښت یې لومړیتوب دی او د پولیسو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره یې ځانګړی مالي بسته چمتو کړې ده.

ښاغلي کنډي وویل چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دې بستې د عملي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د دې بستې له مخې به د وژل شویو پولیسو د کورنیو غرامت زیات، ټپیانو ته مالي مرستې ډېرې او د قربانیانو وارثانو ته د استوګنې د ځمکو پر ځای مستقیمې نغدي مرستې ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د وژل شویو پولیسو د لوڼو د ودونو لپاره به ځانګړې مرستې او د هغوی د ماشومانو د زده کړو لپاره به هم اسانتیاوې برابرې شي.

فيصل کریم کنډي د خیبر پښتونخوا د پولیسو د عمومي مشر، د ایالت د سرمنشي او نورو اړوندو چارواکو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې که څه هم د وژل شویو پولیسو د قربانیو بدل نه شي ادا کېدای، خو د هغوی د کورنیو پالنه د ټولو مسوولیت دی.

دا اقدامات په داسې حال کې اعلانېږي چې خیبر پښتونخوا ایالت په وروستیو کلونو کې د وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، د بریدونو له یوې څپې سره مخ دی چې په پایله کې یې سلګونه امنیتي سرتیري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړ په دې ناکراره سیمه کې له ترهګрۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګښت لپاره د هغوی د روحیې د پیاوړتیا یوه مهمه لاره ګڼل کېږي.

سرچینه: د فیصل کریم کنډي بیانیه

🌐

Author