د افغانستان د جمهوري نظام پخواني د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د پوځي مشرتابه پر سیاستونو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغو سیاستونو دوام کولی شي په پاکستان او سیمه کې سیاسي بې ثباتي نوره هم زیاته کړي.

ښاغلي اتمر په یوه بیانیه کې ویلي چې د پاکستان د پوځي ادارې له لوري د صوبو د جوړښتونو د کوچني کولو هڅې، د ټاکل شویو سیاسي مشرانو زنداني کول او د خیبر پښتونخوا د ټاکل شوي حکومت د ړنګولو هڅې د دغه هېواد سیاسي کړکېچ نور هم ژوروي.

هغه خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات به نه یوازې اقتصادي ستونزې او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والۍ، بغاوت او تاوتریخوالي ستونزې حل نه کړي، بلکې له افغانستان سره د پوځي او سیاسي کړکېچ او له هند سره د ترینګلتیاوو د زیاتېدو خطر هم ورسره شته.

د اتمر په وینا، د پاکستان د پوځي مشرتابه د زیات واک او کنټرول هڅې د دغه هېواد د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو په زیان تمامېږي. هغه ټینګار کړی چې د خپلو خلکو ځپل هېڅکله د تلپاتې ثبات، امنیت او سوکالۍ لاره نه شي کیدای.

د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له هغو خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړی چې له ځپنې سره مخ دي او د هغوی د بشري حقونو او انساني کرامت د خوندیتوب پر ژمنتیا یې ټینګار کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په پاکستان کې د سیاسي وضعیت او د سیمې پر امنیت، په ځانګړې توګه په افغانستان باندې د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې مخ په زیاتیدو دي.

سرچینه: د محمد حنیف اتمر بیانیه

🌐

Author