په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبانو له لوري د افغان ښځو او نارینه

وو د خپلسرو نیونو ۴۴۳ پېښې او له هغوی سره د ناوړه چلند ۹۷ پېښې مستند کړې دي.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې دغه نیونې تر ډېره د ښځو لپاره د حجاب د لارښوونو د سرغړونې او د نارینه

وو د ږیرو د لنډولو یا په «لوېدیځ سبک» د وېښتانو د جوړولو په تور شوې دي.

د دغه بنسټ په وینا، موسیقۍ ته غوږ نیول او په جماعت لمانځه کې نه ګډون هم د دغو پېښو له نورو لاملونو څخه دي. دا کړنې په افغانستان کې پر فردي آزادیو د محدودیتونو زیاتوالی په ګوته کوي.

د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ۲۴مه ماده د هغو کسانو لپاره چې منکرات ترسره کوي، تر درېیو ورځو پورې د بند سزا ټاکي. خو یوناما داسې پېښې هم مستند کړې دي چې په هغو کې کسان تر درېیو ورځو زیات په بند کې ساتل شوي دي.

د بېلګې په توګه، د اګست پر ۱۷مه، د پکتیکا ولایت په یوسف

خېلو ولسوالۍ کې دوه نایان د ږیرو د لنډولو او په «لوېدیځ سبک» د وېښتانو د جوړولو په تور يوه مياشت بنديان شوي دي.

همدا راز، د اګست پر ۲۱مه، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د طالبانو محتسبانو په جماعت لمانځه کې د دوکاندارانو د نه ګډون له امله شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه تړلي دي. دې کار پر سیمه ییز اقتصاد او د خلکو پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی دی.

سرچینه: د یوناما راپور

🌐

Author