د هرات پوهنتون محصلین وايي چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت لخوا په پوهنتون او لیلیه کې پر محصلینو د تازه محدودیتونو په پایله کې، محصلین د ځیرکو موبایلونو له کارولو منع شوي دي.

دغو محصلینو په یو ګډ لیک کې زاویه نیوز ته ویلي، د امر بالمعروف مامورین هره ورځ د محصلینو خونې پلټي او که چېرې ځیرک موبایل ومومي، نو ماتوي یې او د اخراج ګواښ هم ورته کوي.

په لیک کې راغلي: «د نړۍ په پوهنتونونو کې محصلین له مصنوعي ځیرکتیا څخه د استفادې پروژې تطبیقوي، خو په افغانستان کې يې پر موږ ځیرک موبایلونه بند کړي دي. افغانستان يې په خپل افراطیت پېړۍ شاته غورځولی دی.»

محصلین ټینګار کوي چې ځیرک موبایلونه یوازې د اړیکو لپاره نه، بلکې د دوی د درسي بهیر او څېړنو لپاره یو مهم وسیله ده. دوی انلاین درسي موادو، علمي مقالو او له استادانو او ټولګیوالو سره اړیکو ته اړتیا لري.

دغه محصلینو د طالبانو له مسؤلینو او اکاډمیکو بنسټونو غوښتي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او په هېواد کې د عصري زده کړو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

دا محدودیت د طالبانو لخوا د زده کړو او فردي آزادیو، په ځانګړې توګه د ځوانانو په وړاندې، د سختو سیاستونو په لړ کې یو بل ګام دی.

سرچینه: زاویه نیوز

🌐

Author