د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په شپږ اړخیزه ټورنمنټ کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره د دویم مقام په ګټلو وتوانېده. دا د افغانستان د فوټسال لپاره په نړۍواله کچه یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

د هېواد ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپل سفر په بریا سره پیل کړ. دوی په لومړۍ لوبه کې پیرو ته درې د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې له پیاوړې جاپانۍ لوبډلې سره مساوي لوبه وکړه. دغو پایلو افغانستان نیمه پایلوبې ته ورساوه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د کیپ

وِرد له ملي لوبډلې سره مخامخ شوه. د هېواد لوبغاړو په دې لوبه کې هم د یوې حساب شوې او بریدګرې لوبې په وړاندې کولو سره خپل سیال ته څلور د دوه په وړاندې ماتې ورکړه او د برازیل په یوه معتبر نړۍوال ټورنمنټ کې پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د دغه ټورنمنټ پایلوبې ته رسیدل، چې د بېلابېلو لویو وچو پیاوړو لوبډلو پکې ګډون کړی و، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د فوټسال د پام وړ پرمختګ ښکارندويي کوي.

که څه هم ملي لوبډلې په پایلوبه کې اتلولي ونه ګټله، خو په داسې یوه معتبر ټورنمنټ کې د دویم مقام ګټل د هېواد د ورزش لپاره یوه تاریخي بریا ده. دې پایلې په هېواد کې د فوټسال نوي نسل ته الهام ورکړی دی.

دې بریا په کور دننه او بهر د افغانانو او د ورزش د مینه والو له تود هرکلي سره مخ شوې او د افغانستان د فوټسال د روښانه راتلونکي لپاره یې هیلې زیاتې کړې دي.

سرچینه: د زرین ټي وي سرچینې

🌐

Author