د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د چین جوړ برېښنایي او عصري موټرې یو لوی امنیتي ګواښ دی او په بنسټیزه توګه د متحرکو جاسوسي او څارنیزو اډو په توګه کار کوي. دا خبرداری په ناروې کې یوې وروستۍ پېښې ته په اشارې ورکړل شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې د ناټو متحدین هر کال له چین څخه تر یو میلیون زیات وسایط واردوي او دا شمېره په پرله پسې توګه د زیاتېدو په حال کې ده. نوموړي دا مسله د ناټو او اروپایي ټولنې لپاره یو خورا لوی امنیتي ګواښ بللی دی.
هغه د اروپایي کمېسیون، اروپایي شورا او په ځانګړې توګه د جرمني له لوري د خپلو پالیسیو د بیړني بدلولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د دغو موټرو له لارې د سایبري امنیت او جاسوسۍ په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې په ناروې کې، د ناټو حساسو او پوځي اډو ته نږدې د پارک شویو چینایي برېښنایي موټرو کامرو او سنسرونو د اپلیکیشنونو او اډو ډېټا چینایي سرورونو ته لېږدولې وه.
د دغې پېښې په پایله کې، د ناروې استخباراتو دفاعي رازونو ته د لاسرسي په اړه اندېښنه وښوده. د خبري سرچینو په وینا، د ناروې حکومت په پایله کې خپلو پوځي اډو ته د دغو موټرو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.
دې پېښې په لویدیځو هیوادونو کې د مهمو زیربناوو د امنیت او د چین پر جوړې ټکنالوژۍ د تکیې په اړه پراخ بحثونه راپارولي دي. امنیتي کارپوهان په دې باور دي چې څومره چې وسایل هوښیار کیږي، هغومره د جاسوسي موخو لپاره د هغوی د کارولو خطر هم زیاتیږي.
ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې لویدیځ هیوادونه باید د دې "خطرناکې پدیدې" پر وړاندې ویښ اوسي او د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي. هغه وړاندیز کړی چې له چین څخه د ټکنالوژۍ پر وارداتو دې سخت امنیتي معیارونه وضع شي.
سرچینه: Zarin TV
🌐