د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی چې یو نفتي ټانکر، چې دوی "متخلف" بللی، د یکشنبې په ورځ، د میزان په ۲۶مه، د هرمز تنګي په سویل کې له یوه سمندري ماین سره له ټکر وروسته چاودلی او اور یې اخیستی دی.

سپاه پاسداران د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په شپه رامنځته شوې او له امله یې د کښتۍ په انجن خونه کې اور لګېدلی دی. دغو ځواکونو د هرمز تنګی یوه له خطره ډکه سیمه بللې ده.

تر اوسه د کښتۍ د عملې د وضعیت او پر ټانکر د اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي. د دې نفتي ټانکر هویت او مالکیت هم لا نه دی مشخص شوی.

دا پېښه په داسې سیمه کې رامنځته شوې چې د نفتو د ترانزیت لپاره د نړۍ یو له مهمو اوبلارو څخه ګڼل کیږي. له دې وړاندې هم په دې سیمه کې ورته پېښې شوې چې په فارس خلیج کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوې دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو پخوا له امریکا سره د تاوتریخوالي پر مهال اعلان کړی و چې د هرمز تنګی یې ماین فرش کړی او له کښتیو یې غوښتي وو چې د خوندي تګ راتګ لپاره له ایران سره همغږي وکړي.

په ورته وخت کې، د "برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو مرکز" د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۸مې پورې په دې سیمه کې د کښتیو لپاره ۱۵۳ پېښې ثبت شوې دي. دا شمېره په دې سیمه کې د کښتۍ چلونې لپاره د ناامنۍ زیاتوالی ښیي.

دغه سازمان د هرمز تنګی د ماین چاودنو او د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو د احتمال له امله، د نړۍ د کښتیو لپاره تر ټولو خطرناکه سیمه بللې ده.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author