د کینیا په مومباسا ښار کې یوې محکمې، د یوې مسیحي فرقې مشر پاول مکنزي او د هغه ۲۸ همکاران د ۱۹۱ کسانو په وژنه، چې ۱۹۰ یې ماشومان دي، مجرم وپېژندل.
مکنزي د "ګوډ نیوز انټرنیشنل چرچ" په نوم د یوې فرقې مشر و او تورن و چې خپل پلویان یې هڅول ترڅو د "عیسی سره د لیدو" لپاره ځانونه تر مرګه وږي وساتي. هغه دا فرقه په ۲۰۰۳ کال کې جوړه کړې وه.
دا بوږنوونکې قضیه د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې وروسته له هغه افشا شوه چې یوې حقوقي ډلې چارواکو ته خبر ورکړ. د پولیسو په عملیاتو کې، د هغه ځینې سخت کمزوري شوي پلویان وژغورل شول، خو وروسته پلټنو د مالیندي ساحلي ښارګوټي ته نږدې په شاکاهولا ځنګل کې د سلګونو ډله ییزو قبرونو د موندلو لامل شو.
ځایي رسنیو دا پېښه د "شاکاهولا ځنګل عام وژنه" وبلله. دا قضیه د نړۍ په معاصر تاریخ کې له مذهبي فرقو سره تړلې یوه له بدترینو فاجعو څخه ګڼل کیږي.
پاول مکنزي او د هغه همکاران د قتل، شکنجې او تروریزم په ګډون له ګڼو تورونو سره مخ وو. محکمې د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، د وژنې په تور د دوی د مجرمیت حکم صادر کړ. تمه کیږي چې د دوی سزا به د محکمې په راتلونکو غونډو کې وټاکل شي.
دې غمیزې په کینیا کې د مذهبي ډلو د فعالیتونو د لا زیاتې څارنې او د خلکو له عقیدو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په اړه پراخ بحثونه راپورته کړي دي.
سرچینه: نړیوالې رسنۍ
🌐