د اسټرالیا د دفاع وزارت د اسنادو له مخې، د افغان قربانیانو د تاوان ورکولو د طرحې له جوړېدو دوه کاله وروسته، لا هم هېڅ غوښتونکي ته پیسې نه دي ورکړل شوې. دا طرحه په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د بریرټن ټکان ورکوونکي راپور له خپرېدو وروسته جوړه شوې وه.
د «د سټرډې پیپر» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه طرحه چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې پیل شوې، تر اوسه یې ۱۰۵ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. له دې ډلې ۴۵ غوښتنلیکونه رد شوي او هېڅ یو یې د تاوان د ورکړې لامل شوی نه دی.
د بریرټن راپور، چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شو، په ۲۳ جلا پېښو کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د ۳۹ افغان ملکي وګړو او بندیانو د غیرقانوني وژنو باوري شواهد وړاندې کړل. دغه راپور د ځواب ویلو او د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ورکولو لپاره فشارونه رامنځته کړل.
خو د غوښتنلیکونو د څېړلو بهیر خورا ورو او غیرشفاف بلل شوی دی. د راپور له مخې، لږ تر لږه شپږ غوښتنلیکونه د ۲۰۲۵ کال له اګست راهیسې تر ارزونې لاندې دي، خو لا هم پایلې ته نه دي رسېدلي.
یو قرباني، غلام جیلاني، چې په ۲۰۰۶ کال کې په ارزګان کې د اسټرالیا د پوځي چاپې پر مهال یې یوه سترګه له لاسه ورکړې وه، د دې بهیر د ستونزو یوه بېلګه ده. د هغه د تاوان غوښتنه په دې دلیل رد شوه چې پېښه یې په بریرټن راپور کې نه وه ثبت شوې، که څه هم د اسټرالیا حکومت د هغه روایت نه دی رد کړی.
د قربانیانو د کورنیو وکیلان وايي چې دا اوږد او پېچلی بهیر د هغو کورنیو لپاره د لا ډېرې ناهیلۍ او کړاو لامل کیږي چې کلونه کیږي عدالت ته په تمه دي.
سرچینه: د سټرډې پیپر
🌐