د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان په شمال ختیځ کې تر ۲۷ زرو ډېرو کسانو ته د سرپايي درملنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. دا خدمتونه د کندز د ساري ناروغیو د روغتون له لارې وړاندې شوي دي.

دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د اپریل میاشتې راهیسې، ۲،۱۱۴ نور ناروغان، چې ۱،۲۶۸ یې ښځې دي، هم په دغه روغتون کې بستر او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا روغتون د دغه سازمان په ملاتړ او د اروپايي ټولنې په مالي تمویل فعالیت کوي او اړمنو ناروغانو ته وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. دا روغتیايي مرکز ۵۰ بستره لري.

د کندز ساري ناروغیو روغتون د ویروسي هیپاتیت، نري رنځ یا توبرکلوز، او نورو جدي ساري ناروغیو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کوي. د دې روغتون مراجعین نه یوازې له کندز ولایت څخه، بلکې له ګاونډیو ولایتونو څخه هم د درملنې لپاره دې مرکز ته راځي.

افغانستان له یوه کمزوري روغتیايي سیسټم او د سرچینو له کمښت سره مخ دی، او په دې هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د فعالیت د دوام لپاره د نړیوالو سازمانونو ملاتړ خورا اړین دی. ساري ناروغۍ د نامناسبو روغتیايي او اقتصادي شرایطو له امله د هېواد د عامې روغتیا په برخه کې یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې له اروپايي ټولنې څخه په افغانستان کې پر ساري ناروغیو اخته ناروغانو ته د وړیا روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې د مالي ملاتړ او همکارۍ له امله مننه کړې ده. دغه سازمان د افغانستان له روغتیايي سیسټم څخه د خپل ملاتړ د دوام پر ژمنې ټینګار وکړ.

سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان

🌐

Author