د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار وايي، په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د سولې او ټیکاو د ساتلو لپاره اړین دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن (سه‌شنبه، ۲۸ تله) په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې وویل: "پاکستان لا هم د یوه سوله ییز، باثباته، په سیمه ییزه کچه مدغم او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي."

هغه وویل، پاکستان د افغانانو د پرمختګ او هوساینې د ملاتړ لپاره صادقانه هڅې کړې دي او په بدل کې یې د طالبانو له رژیم څخه یوازې یوه غوښتنه لري: "دا چې د افغانستان خاوره د پاکستان او نړۍ پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي."

اسحاق دار زیاته کړه: "پاکستان د سیمه ییز پرمختګ او هوساینې د بنسټیزې پایې په توګه سوله ییز او باثباته ګاونډ ته ژمن دی."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د ناامنۍ او ترهګریزو بریدونو له پام وړ زیاتوالي سره مخ دی. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې ترسره کیږي، خو په افغانستان کې طالبان دا ادعا ردوي او وايي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د ترهګرو ډلو د شتون په اړه تاوتریخوالي له یو کال راهیسې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې کړي او د دواړو لورو ترمنځ د خونړیو نښتو او د پولو د تړلو لامل شوي دي.

سرچینه: د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو غونډه

🌐

Author