د پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا په یوه مهم ګام کې د پوځي او دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په موخه د "بدر تړون" په نوم د یوه تړون لومړنی سند لاسلیک کړ. د دې تړون موخه د غړو هېوادونو د دفاعي صنعتونو پراختیا او د پوځي وړتیاوو لوړول دي.
د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دې سند د لاسلیک مراسم د چهارشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شول. د دې هوکړې اصلي موخه د دفاعي تولیداتو په برخه کې د همکارۍ پراخول، د پوځي وړتیاوو لوړول او د تخنیکي روزنې، څېړنې، پراختیا او پوځي ټکنالوژۍ په برخو کې د ګډو فعالیتونو پیاوړي کول دي.
دا تړون د پوځي تجهیزاتو د تولید په برخه کې د څلورو واړو هېوادونو له ځانګړو امکاناتو او تخصصونو څخه د ګډې ګټې اخیستنې لپاره لاره هواروي. د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې دا نوښت به د غړو هېوادونو د دفاعي صنایعو وړتیاوې د پام وړ لوړې کړي.
پر دغه سند د څلورو هېوادونو لوړپوړو دفاعي چارواکو لاسلیکونه وکړل: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د اندونیزیا د دفاع مرستیال وزیر یوسف جوهري، د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د قطر د دفاعي چارو سرپرست وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني.
د ترکیې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې دا تړون به نه یوازې د غړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی کړي، بلکې په نړیواله کچه به د ترکیې د دفاعي صنعت د دریځ په پیاوړتیا کې هم د پام وړ مرسته وکړي.
دا څلور اړخیزه همکاري په داسې حال کې ترسره کیږي چې په سیمه او نړۍ کې جیوپولیټیک بدلونونه هېوادونه د نویو اتحادونو جوړولو او د خپلو دفاعي وړتیاوو پیاوړي کولو ته هڅوي. د بدر تړون کولی شي په سیمه کې یو نوی او اغېزمن دفاعي بلاک رامنځته کړي.
سرچینه: د ترکیې د دفاع وزارت
🌐